کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، ۱۴ کسان یې د پیسو او موبایلونو او دوه نور یې له یوه کس څخه د اتیا زره افغانیو د غلا په تور نیولي دي.
د کابل ولایت امنیې قوماندانۍ پر خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې ده.
د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې د کشف امر مولوي فریدالله په دغه ویډیويي کلیپ کې ویلي چې د دغې حوزې منسوبینو تېره اونۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غلا په تور دوې ډلې نیولې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، لومړۍ اوه کسیزې ډلې د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې له خلکو پیسې او ګرځند ټېليفونونه غلا کول.
نوموړی وایي، بله شپږ کسیزه ډله ده چې پنځه کسان یې نیول شوي او یو بل یې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.
هغه زیاته کړه چې یادو کسانو د کابل ښار په کارته نو سیمه کې له خلکو پیسې او ګرځند ټېليفونونه غلا کول.
مولوي فریدالله زیاتوي، د یادې امنیتي حوزې منسوبینو نن هم دوه نور کسان چې له یوه هېوادوال څخه یې ۸۰ زره افغانۍ غلا کړې وې، نیولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو دوسیې ترتیب او د نورو څېړنو په موخه اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP