Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 د وږي نهمه له افغانستانه د وروستي امریکایي عسکر د وتلو ورځ عمومي رخصت اعلان شوه
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): کابینې پرېکړه وکړه چې د وږي نهمه له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتېري د وتلو ورځ دې په هېواد کې عمومي رخصتي شي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې د غبرګولې په ۲۳مه، د ریاست‌الوزراء د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ غونډه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، کابینې پرېکړه کړې چې د وږي نهمه له افغانستانه د وروستي امریکايي عسکر د وتلو ورځ په تقویم کې رسمي رخصتي بلل کېږي.

سرچینې لیکلي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت یاده طرحه د نوي هجري قمري کال له پیل سره تائید ده.»

دغه‌راز د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کابل سیند او نورو نامناسبو ځایونو کې دې د فاضلاب ټانکرونو د تخليې مخه ونیول شي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مشرۍ د ماليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ او د کور او ښار جوړولو وزارتونو او د کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه مناسب ځایونه په ګوته کړي او حل‌لارې دې ورته ومومي.

همداراز سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي، د کابینې له خوا د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د بلخ مرکز کې د کود او برق شرکت اړوندو اپارتمانونو موضوع چې تر اوسه د دغې فابریکې د پخوانیو کارکوونکو په تصرف کې دي، په اصولي توګه حل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.