ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

اروزګان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

author avatar
17 Jun 2023 - 13:41
اروزګان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی
author avatar
17 Jun 2023 - 13:41

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو کس د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د اروزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس نجیب‌الله عرفاني نومېده او د خاص اروزګان ولسوالۍ د «سرسنګو» سیمې اوسېدونکی و.

هغه وايي، مقتول د ځمکې پر سر حقوقي دعوه هم درلوده او د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

حماس زیاتوي چې یاده پېښه د شپې شاوخوا ۹ بجې شوې او امنیتي ځواکونو په دې تړاو یو شمېر کسان هم نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

بلخوا، د وژل شوي کس نجیب‌الله کلیوال هم وايي چې نوموړي له خپل کور سره نږدې د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرسنګو سیمې اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وویل، نجیب‌الله عرفاني د دوی کلیوال و او د ځمکې پر سر يې یوه حقوقي دعوه هم درلوده.

هغه زیاته کړه: «نجیب‌الله د ځمکې پر سر حقوقي دعوه درلوده چې په دې وروستیو کې د ولسوالۍ د محکمې له خوا نوموړي ته د ځمکې ورسپارلو پرېکړه هم شوې وه چې تېر ماسختن نهه بجې له کور سره نږدې په ډزو وژل شوی دی.»

Views: 164

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.