[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د افریقایي هيواد یوګانډا امنیتي ځواکونو ویلي، په داعش پورې تړلو وسلهوالو د دغه هيواد په لوېدیځ کې یوه ښوونځي ته اور اچولی چې له امله یې ۳۷ زدهکوونکي وژل شوي دي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، دغه برید د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت پولې ته څېرمه د اېم پاندوي ښار په لیبریرا منځني ښوونځي کې شوی دی.
د یوګانډا پوځ ویلي، دوی د متحده ډيموکراتیک ځواکونو (اېډيايف) په نوم د وسلهوالو تعقیب پیل کړی دی.
د یاد هېواد چارواکو دغه راز ویلي، د زدهکوونکو لیلیې ته اور اچول شوی او د ډیموکراتیکو ځواکونو افراطیانو زدهکوونکي په وحشیانه توګه په چړو وژلي دي.
د یوګانډا د پوځ ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې چې په دغه برید کې د ۳۷ کسانو جسدونه موندل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د سختدریځو په دغه برید کې اته نور کسان ټپیان شوی هم دي او بریدکوونکو دغه راز شپږ کسان تښتولی دي. د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
[/restrict]
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن