کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): په هند کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختې ګرمۍ له امله د دغه هېواد په شمال اتراپردیش ایالت کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.
د اسوشیټډپریس د راپور له مخې، د هند روغتیايي چارواکو د سختې ګرمۍ له امله د مړینې پېښو له رامنځته کېدو سره سم، په یاد ایالت کې د تودودخې درجې لوړېدو په اړه خبرداری ورکړی او له ۶۰ کلونو ډېر عمر لرونکو کسانو څخه یې غوښتي چې له خپلو کورونو بهر ته نه وځي.
له بلې خوا، د هند د هواپېژندنې ادارې اعلان کړی چې د یاد ایالت په بالیا سیمه کې د هوا تودوخه له موسمي نورمونو څخه ۴۲ اعشاریه ۲ درجو ته رسېدلې ده.
د یادونې ده، د اوړي په موسم کې د هند په ځینو سیمو کې د تودوخې څپې ډېری وخت د اوبو کمښت او د برېښنا بندېدو لامل کېږي او ملیونونه خلک اغېزمن کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هند، بنګلهدېش، تایلنډ، فلیپین، ویتنام او لاوس په ګډون د سیمې په هېوادونو کې هم د ګرمۍ بېسارې څپې لیدل کېږي.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن