غزني (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): په غزني ولایت کې د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه لوی جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په مرکز کې د خلکو له خوا د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه لوی جامع جومات جوړولو چارې پیل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې دغه جومات به پر شاوخوا ۱۳۰۰ متر مربع ځمکه، په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
د هغه په وینا، په دغه جومات کې په یوه وخت کې ۲۲۰۰ لمونځکوونکي ځاېېږي.
هغه وايي، د یاد جومات چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
نثار وویل، د قرهباغ ولسوالۍ په بازار کې پخوا هم جومات و، خو په وینا يې چې د خلکو د ګڼېګوڼې په نسبت کوچنی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP