ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې یو ماشوم سیند کې ډوب او مړ شوی

غور کې یو ماشوم سیند کې ډوب او مړ شوی

author avatar
19 Jun 2023 - 11:13
غور کې یو ماشوم سیند کې ډوب او مړ شوی
author avatar
19 Jun 2023 - 11:13

فېروزکوه (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وایي، یو ماشوم په هریرود سیند کې  د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون له غرمې وروسته یو ماشوم چې په هریرود سیند کې یې لامبل، په سیند کې ډوب شوی او ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د نوموړي په وینا، یاد ماشوم د غور ولایت د دولت‌یار ولسوالۍ اوسېدونکی و چې مړی یې د امنیې قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو له لوري له سیند څخه ایستل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

هغه وایي، وخت ناوخته د کورنيو او ځوانانو د بې‌پامۍ له امله په هريرود سیند کې ځیني تنکي ځوانان او ماشومان د لامبو پر مهال ډوبېږي او ژوند له لاسه ورکوي.

Views: 96

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.