میدانښار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملي پراختیا شرکت د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د ډبرو سکرو پروسس یوي فابریکې جوړولو چارې پیل کړې.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د یاد ولایت د چارواکو ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت مسوولینو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د میدانوردګو والي قاري بختیار معاذ وویل، د ډبرو سکرو یاد مرکز په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې د بیارغونې کارونه چټک شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
هغه زیاته کړه: «د دغه مرکز په جوړېدو سره به نه تنها دغه ولایت، بلکې نورو ولایتونو ته هم زیاتې ګټې ورسېږي.»
د ملي پراختیا د تولید او انسجام رییس عیاث شریفي وویل: «دغه مرکز به پر ۷۰۰ جریب ځمکه په ملي او نړۍوالو سټنډرډونو برابر جوړ شي او له دغه ځایه به پروسس شوي زغال بستهبندي او بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.»
هغه زیاته کړه: «په دې سیمه کې به د یاد مرکز لپاره ټول اړین امکانات، لکه برېښنا، د آبرسانۍ سیستم، لارې، سوداګریز مارکېټونه او بېلابېلې د پروسس فابریکې جوړېږي.»
نوموړي ونه ویل چې د یادې فابريکې پر جوړېدو به څومره لګښت وشي، خو زیاته يې کړه چې په دې اړه به وروسته معلومات شریک کړي.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن