Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرنې رياست: لغمان کې به سږ کال ١٨٠ ټنه سويابين توليد شي

مهترلام (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولايت پر ١٧٥ هکټار ځمکه سويابين کرل شوي چې د اټکل له مخې، ١٨٠ ټنه سويابين به ترې ترلاسه شي.

د لغمان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر بریالي همدرد پژواک اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې/FAO په مالي ملاتړ په مرکز مهترلام، الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې پر ۱۷۵ هکټار ځمکه سویابین کرل شوي دي.

هغه وايي چې تېر کال د یاد ولايت پر ٣٠ هکټاره ځمکه سويابين کرل شوي وو چې ٤٢ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو، خو سږ کال پر ١٧٥ هکټار ځمکه کرل شوي چې د حاصلاتو کچه به يې هم ١٨٠ ټنه وي.

بل لورته، کروندګر هم د سويابينو حاصلاتو ته خوښ دي.

د مهترلام اړوند د نيلاواټ سیمې یوه کروندګر محمد زلمي پژواک ته وویل، تېر کال يې پر ۱۰ جریب ځمکه سویابین کرلي وو، خو سږ کال یې پر ۲۰ جریب ځمکه سویابین کرلي دي.

هغه زياته کړه: «د سویابینو حاصلات او ګټه تر غنمو، وریجو او نورو حاصلاتو زیاته ده، له نورو بزګرانو مې هم غوښتنه ده چې په خپلو ځمکو کې سویابین وکري.»

دغه‌راز د الینګار ولسوالۍ اړوند د مسکین‌اباد سیمې اوسېدونکي محمدشیرین پژواک ته وویل چې تېر کال یې پر خپل یوه‌نیم جریب ځمکه سویابین کرلي وو او ٤٢٠ کيلوګرامه حاصلات يې ترې ترلاسه کړل.

هغه وايي، په لغمان کې يو من (٧ کيلوګرام) سويابين په ٥٥٠ افغانيو پلورل کېږي.

د لغمان د کرنې رياست مسوولين وايي، دوى هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د سویابینو د کښت ساحه پراخه کړي؛ ځکه د پروټینو ښه او ارزانه سرچينه ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.