کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په هند کې د سختې ګرمۍ له امله د قربانیانو شمېر لوړ شوی او تر اوسه نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.
واشنګټن پُسټ راپور ورکړی چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د هند په ټول شمالختیځ کې د سختې ګرمۍ څپه لوړه شوې چې د هندي چارواکو په خبره، د تېرې پنجشنبې په ورځ یوازې په دوو سیمو کې نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.
د هند د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، وړمه ورځ (شنبه) د دغه هېواد په پنځو ایالتونو کې د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګراد په کچه د ۴۲ او ۴۴ درجو ترمنځ وه.
د هماغه ورځې ترټولو لوړه تودوخه د هند په ختیځ ایالت اوړیسا کې ۴۵،۵ درجې د سانتي ګراد ثبت شوې وه.
هندي چارواکو له زیانمنونکو خلکو غوښتي چي په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د یادونې ده، هند په دې وروستيو مياشتو کې پرلهپسې د تودوخې له څپې سره مخ دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP