ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سمنټو د تولید لویې فابریکې جوړیږي

د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سمنټو د تولید لویې فابریکې جوړیږي

author avatar
19 Jun 2023 - 16:25
د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سمنټو د تولید لویې فابریکې جوړیږي
author avatar
19 Jun 2023 - 16:25

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سمنټو د تولید پنځه لویې فابریکې جوړیږي چې ورسره به افغانستان د سمنټو له پلوه پر خپل ځان بسیا شي.

د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې، د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور دغه څرګندونې په کندهار کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه ویلي چې دغه فابریکې په هرات، کندهار، لوګر، جوزجان او پروان ولایتونو کې جوړېږي.

دلاور زیاته کړې، د یادو فابریکو په جوړېدو سره به افغانستان د سمنټو له اړه پر ځان بسیا شي او د هغو سلګونه میلیون ډالرو مخه به ونیول شي چې د سمنټو واردولو لپاره له هېواده وځي.

د یادونې ده، اوسمهال په هېواد کې د غوري او جبل‌السراج سمنټو کارخونې فعالې دي چې تر یوه بریده یې د سمنټو اړتیا په هېواد کې دننه پوره کړې ده.

Views: 1128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.