کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): لوړو زدهکړو وزارت له خصوصي موسسو او پوهنتونونو غوښتي چې د نجونو د اتم سمسټر پاتې ازموینې او د پایلیک دفاع په انلاین بڼه ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به د کانکور ازموینې اخیستو نېټه هم اعلان شي.
لوړو زدهکړو وزارت داسې مهال د کانکور ازموینې اخیستو د نېټې اعلان پهتړاو خبره کوي چې پهدې وروستیو کې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون فومونو وېش پیل او اوس هم دوام لري.
د دغه وزارت ویاند خفیظ ضیاالله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوه مکتوب له لارې یې له لوړو زدهکړو وزارته غوښتي چې د نجونو زدهکړیالانو پاتې ازموینې او د پایلیکونو دفاع په انلاین بڼه واخلي.
د لوړو زدهکړو وزارت د محصلانو چارو معینیت له لوري خصوصي تحصیلي بنسټونو ته په استول شوي دغه مکتوب کې راغلي، ټولې خصوصي تحصیلي موسسې او پوهنتونونه اړ دي چې د ۱۴۰۲ کال د مني سمسټر تر پایه د نجونو زدهکړیالانو د پایلیکونو ناستې د یو پلاوي په شتون کې په دقت سره په انلاین بڼه ترسره کړي.
د دغه مکتوب په بل بند کې راغلي، دغه بنسټونه باید د ۱۴۰۲ کال د مني سمسټر تر پیله له نجونو محصلانو د وروستي سمسټر یوازې د پاتې مضومونو (لومړي چانس، دویم چانس او معذرتي) ازموینې په انلاین بڼه واخلي.
په مکتوب کې څرګنده شوې چې د اتم سمسټر له ازموینو پرته، د نورو سمسټرونو ازموینې به نجونو ته د زدهکړو له اجازې ورکولو وروسته د لوړو زدهکړو وزارت له لارښوونې سره سمي واخیستل شي.
د دغه وزارت ویاند د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې اخیستو د نېټې اعلان په تړاو وویل: «د کانکور ازموینې په اړه مشورې روانې دي، انشاالله ډېر ژر به یې د اخیستو نېټه اعلان شي.َ»
د یادونې ده، له دوولسم ټولکي فارغو نجونو ته د ۱۴۰۲ کال په کانکور کې د ګډون فورمونو د وېش لړۍ هم پیل شوې ده.
د کابل ښار د قلعۀ زمانخان د نجونو لېسې له دوولسم ټولګي فارغې هاجرې پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې یې په کانکور کې د ګډون فورم اخیستی او ازموینې ته په تمه ده.
هغې زیاته کړه: «هیله لرم چې اسلامي امارت له موږ د کانکور ازموینه واخلي او د مني سمسټر لپاره د زدهکړو د مرکزونو دروازې زموږ پر مخ پرانیستل شي څو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د سیاسي نظام له پرځېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلشوي، خو د لوړو زدهکړو موسسو نجونو بیا د لېندۍ تر ۲۹مې پوهنتونونو ته د تلو اجازه درلوده، وروسته لوړو زدهکړو وزارت د یوه مکتوب له لارې د هغوی زدهکړې هم تر ثاني امر پورې وځنډولې.»
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د نجونو زدهکړو خنډ نه ګرځي او هغوی ته د زدهکړو خوندي چاپېریال له برابرېدو وروسته پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکوي، خو تر اوسه یې دغه ژمنه نه ده عملي کړې.
Views: 124
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن