ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت: داعش ځپل شوی او د ټي‌ټي‌پي ډله په افغانستان کې نشته

د کورنیو چارو وزارت: داعش ځپل شوی او د ټي‌ټي‌پي ډله په افغانستان کې نشته

author avatar
19 Jun 2023 - 23:52
د کورنیو چارو وزارت: داعش ځپل شوی او د ټي‌ټي‌پي ډله په افغانستان کې نشته
author avatar
19 Jun 2023 - 23:52

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش او ټي‌ټي‌پي ډلو شتون ردوي او وايي، د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن د یوې خبرې غوڼدې په ترڅ کې د هېواد شمالي ولایتونو ته د دغه وزارت د سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغه سفر په ترڅ کې د بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، کندوز او تخار له ولایتونو څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي په خبره، دغه سفر چې د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه ترسره شو، موخه يې د یادو ولایتونو له ځایي مسوولینو، قومي مخورو او دیني عالمانو سره ناستې، د خلکو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل، د ټولګټو پروژو څارنه او د نظام د لا ټینګښت په موخه د خلکو د وړاندیزونو راټولول وو.

قانع وایي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یادو ولایتونو له والیانو او امنیه قومندانانو سره په لیدنو کې هغوی ته له خلکو سره د ښه چلند، ښو اړیکو او له خپلو منسبونو څخه د سالمې ګټې اخیستنې لارښوونې وکړې.

حقاني په دغه سفر کې له ځايي مسوولینو څخه غوښتنه کړې چې د عمومي بښنې عملي کېدو ته جدي پاملرنه وکړي او که احیانا څوک له دغه امر څخه سرغړونه کوي، نو د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغه غونډه کې وویل چې دمګړۍ داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او د پاکستان د تحریک طالبان (ټي‌ټي‌پي) په ګډون بله هېڅ کومه وسله‌واله ډله فعال شتون نه لري.

قانع وویل، اسلامي امارت خپلو ملي ګټو ته په کتلو د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د هېواد شمال ته د وزیرستاني کډوالو د لېږدولو په اړه وویل، دوی شپږ- اووه کاله پخوا کډوال شوي، دوی خپل حقوق لري او افغانستان هڅه کوي چې دوی ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو له سازمان او پاکستان څخه مو هیله دا ده چې دا کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.»

تر دې مخکې ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان په غوښتنه وزیرستاني کډوال شمالي ولایتونو ته لېږدوي.

هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاروې به د هېچا پر ضد استفاده ونه شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغه خبري غونډه کې د سیګار هغه راپور هم په کلکه رد کړ چې ګواکې اسلامي امارت له امنیتي ننګونو سره مخ دی.

[/restrict]

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.