فیضاباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په شکي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یادې ولسوالۍ د کانونو مدیر په ګډون دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، دا پېښه پرون له غرمې وروسته د نسي او شکي لسوالۍ ترمنځ شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، یو رینجر موټر له سړکه وتلی او د شکي ولسوالۍ سیند ته لوېدلی دی.
هغه وویل، د دې پېښې له امله د شکي ولسوالۍ د کان مدیر په ګډون دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی خو مړي د اوبو خړوالي له امله تر اوسه له سینده نه دي را ایستل شوي.
هغه زیاتوي، په یاده پېښه کې مړه شوي کسان د یادې ولسوالۍ د زنګریا او خوند کلي اوسېدونکي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP