کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د زونونو په کچه د کرکټ درې ورځنیو سیالیو اتلولي د مس عینک لوبډلې خپله کړه.
د «میرویس نیکه» په نوم د زونونو په کچه د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ د تېرې مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ننګرهار کې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
کرکټ بورډ نن په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د مس عینک زون لوبډلې د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» درې ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله.
سرچینه زیاتوي، په یادو سیالیو کې د مس عینک زون او امو زون لوبډلو پایلوبې ته لار وموندله چې مس عینک امو ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه سیالۍ کې مس عینک زون لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې توپوهنه وکړه.
د مس عینک لوبډلې په لومړۍ ورځ د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۲۱ منډې جوړې کړې، خو په دویمه ورځ له غرمې مخکې مس عینک لوبډله په ۳۳۵ منډو وسوځېده.
په مقابل کې یې بیا د امو زون لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ښه لوبه ونه کړه او د لوبې په دویمه ورځ یې ټوله لوبډله په ۲۵۵ منډو وسوځېده او ۸۰ منډې باقي پاتې شوه.
دغهراز مس عینک لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۴۵ مڼدو هدف وټاکه.
امو لوبډلې یاد هدف په دویمه پاڼۍ کې پوره نه کړ او یوازې یې ۱۵۳ منډې وکړې چې په پای کې لوبه د ۱۹۱ منډو په توپیر مس عینک ته وبایلله.
د یادونې ده، په یادو سیالیو کې د پنځو زونونو مس عینک، سپین غر، بوست، بندامیر او امو منتخبو لوبډلو ګډون کړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP