بامیان (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په بامیان ولایت کې له ښځینه سوداګرو د ملاتړ او سیمهییزو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د بامیان ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمر نعیم رضایي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه دوه ورځني نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع په ۳۱ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي او د بامیان له مرکز او ولسوالیو څخه شاوخوا ۷۰ ښځينه سوداګرو پکې ګډون کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دغه نندارتون کې محلي جامې، لیمڅي، لبنیات، خټین لوښي، شات او نور سیمهییز تولیدات نندارې ته وړاندې شوي څو د سیاحت په موسم کې د دغو توکو د خرڅلاو او بازارموندنې لپاره ښه زمینه برابره شي.
د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، د بامیان سیمهییزې ادارې رهبري له ښځینه سوداګرو ملاتړ کوي او د ګرځندوی صنعت، محلي تولیداتو او لاسي صنایعو د ودې لپاره هڅې کوي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې په یاد ولایت کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته، پانګهوال او سوداګرې مېرمنې کولی شي چې له کومې اندېښنې پرته په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.
ګډونوال د دغه ډول پروګرامونو د جوړېدو هرکلی کوي او له اړوندو ادارو او همکارو موسسو د لا ډېر ملاټر غوښتنه کوي.
په یاد نندراتون کې یوه سوداګره مېرمن زینب وايي، د محلي تولیداتو ودې، د لاسي صنایعو پلور او له ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره د دغه دول نندارتونونو جوړول مهم دي.
نوموړې له همکارو موسسو او اړوندو ادارو وغوښتل، څو د بازارموندنې، د ولایت په کچه نندارتونونو جوړولو او د امکاناتو ودې په برخه کې د ښځینه سوداګرو ملاتړ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP