فیضاباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي، د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ په «اقسای پامیر کوچک» سیمه کې د مخابراتي شبکې فعالیت پیل شو.
د مسوولینو په وینا، په یاده سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د پایې په نصبېدو سره د سیمې څه باندې ۱۵۰ کورنۍ او داخلي او بهرني سیلانیان له مخابراتي خدمتونو برخمن شول.
د سرحدونو د ارزونې کارپوه او د بدخشان د قومونو او قبايلو چارو ریاست سرپرست قاري عبدالرقيب محمدي وايي، د مرکزي حکومت د هغو چارواکو د پاملرنې پر بنسټ چې تېر کال يې د هېواد له دې سرحدي نقطې څخه ليدنه کړې وه، د چقمقتین جهیل ته نږدې په اقسای سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه پایه نصب او فعاله شوه.
هغه زیاتوي چې د دغې پایې تجهیزات او وسایل له پخوا سیمې ته لېږدول شوي وو او تېره ورځ فعاله شوه.
هغه په یاده سیمه کې د مخابراتي شبکې د فعالولو موخه د کوچني پامیر محرومو او زیانمنوونکو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او همداراز د هېواد د سرحدونو له هرې موضوع د مسوولینو خبرېدل بولي چې وکولای شي په وخت سره سرحدي ستونزو ته رسېدنه وکړي.
محمدي زیاته کړه، د هېواد دویم ملي پارک او د چقمقتین جهیل په کوچني پامیر کې موقعیت لري چې هره ورځ کورني او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورځي او د دغې مخابراتي پایې فعالېدل کولی شي چې د لا ډېرو سیلانیانو په جذب کې هم ډېر مثبت اغېز ولري.
بلپلو، یو ځايي اوسېدونکی حاجي رحیم پامیري په خپله سیمه کې د مخابراتي خدمتونو پر فعالېدو خوښي څرګندوي او وایي، اوسني حکومت له بل هر وخت ډېر د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه کړې ده.
باید وویل شي، کوچنی پامیر له درېیو هېوادونو پاکستان، چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري چې اوسېدونکي یې پر مالدارۍ بوخت دي او د ډېر لوړوالي او سړې هوا له امله په دې سیمه کې کرنیز بوټي لږ وده کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP