Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسیا ملتونو جام ته د فوټسال مقدماتي پړاو سیالیو ګروپونه وټاکل شول

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د اسیا د ملتونو جام ته د فوټسال مقدماتي پړاو سیالیو لپاره ګروپونه وټاکل شول چې افغانستان له اندونیزیا، سعودي عربستان او ماکایو سره په یو ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون نن په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، افغانستان د اسیا د ملتونو جام د فوټسال مقدماتي پړاو سیالیو په (B) ګروپ کې لوبېږي.

یاد فدراسیون لیکلي، د ۲۰۲۴ کال د اسیا ملتونو جام فوټسال سیالیو ته د لارموندنې لپاره د پچې‌اچونې مراسم د مالیزیا په کولالمپور ښار کې ترسره شول.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له اندونیزیا، سعودي عربستان او ماکایو سره په یوه ګروپ کې دى او د دغو هېوادونو له ټيمونو سره لوبه کوي.

د فوټبال فدراسیون ویلي، د اسیا ملتونو جام فوټسال سیالیو مقدماتي پړاو لوبې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې تر ۱۱مې نیټې ترسره کېږي چې د B ګروپ سیالۍ به د اندونیزیا په کوربه‌توب ترسره شي.

یاد فدراسیون وایي، د دغو لوبو د اصولو له مخې، د ګروپونو غوره لوبډلې او دویمه درجه لوبډلې به د اسیا د ملتونو فوټسال جام ته -چې په ۲۰۲۴ کې ترسره کېږي- لار ومومي.

د فوټسال فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، د دغو لوبو د پچه‌اچونې په مراسمو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مدیر نصیر صداقت او مشر روزونکي مجید مرتضايي هم ګډون درلود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.