Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي ته د افغان حاجيانو د لېږد بهیر پاى ته ورسېد

سعودي ته د افغان حاجيانو د لېږد بهیر پاى ته ورسېد

author avatar
22 Jun 2023 - 16:16
سعودي ته د افغان حاجيانو د لېږد بهیر پاى ته ورسېد
آرشیف
author avatar
22 Jun 2023 - 16:16

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په ۸۹ الوتنو کې د اتو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۳۱۶ کسان د حج فريضې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن پر خپل ټويټر ليکلي چې د افغان حاجيانو د لېږد بهير د روان کال د غويي په ۳۱مه پيل شوی و او نن پای ته ورسېد.

سرچينه زياتوي، وروستۍ الوتنه نن سهار د کابل له هوايي ډګره ترسره شوه او په ۸۹ الوتنو کې ټول ۳۰۳۱۶ حاجيان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل له هوايي ډګره د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۱۱۲۷ کسان په ۳۲ الوتنو، د بلخ له هوايي ډګره ۶۵۵۲ کسان په ۱۹ الوتنو، د هرات له هوايي ډګره ۴۹۳۵ کسان په ۱۵ الوتنو او د کندهار له هوايي ډګره د څلورو ماشومانو په ګډون ۷۷۰۲ کسان په ۲۳ الوتنو کې سعودي عربستان ته د حج فريضي ادا کولو په موخه انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال له ټولې نړۍ څه باندې دوه ميليون کسان د حج فريضي ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ورغلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.