اټلانټا (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د اوشین ګیټ په نوم بریتانوي کمپنۍ اعلان کړی چې د ټايټن اوبتل پاتې شونې موندل شوي او د ټیټانیک ډوبې شوې تاریخي کښتۍ لیدو لپاره تللي پنځه واړه کسان مړه شوي دي.
دغه اوبتل تېره یکشنبې (د جون ۱۸مه) وروسته له هغه نادرکه شو چې د بحر تل ته له ښکته کېدو وروسته ورسره اړیکه پرې شوه.
ټیټانیک کښتې د کاناډا ساحل په ۵۰۰ کیلومترۍ کې د څلور زره مترو په ژوروالي د اطلس بحر په تل کې پرته ده.
د امریکا ساحلي ګارد مسوولینو په وینا، ټایټن اوبتل چې د یکشنبې په سهار اته نیمې بجې یې د ټیټانیک کښتۍ پر لور خپل سفر پیل کړ، ټاکل شوې وه چې له اوو ساعتونو سفر وروسته بېرته راوګرځي خو هغه هم د ټیټانیک کښتۍ له برخلیک سره مخ شو.
د اوشین ګیټ په نوم بریتانوۍ کمپنۍ ویلي، په دغه اوبتل کې تر ۹۶ ساعتونو پورې اکسېجن و، خو کله چې له اوبتل سره اړیکه پرې شو، او اکسېجن خلاص شو، نو په اوبتل کې سپاره کسان مړه شول.
د اوبتل او پکې د سپرو کسانو ژغورنې لپاره د بریتانیا، فرانسې، کاناډا او امریکا له خوا په پراخه کچه عملیات ترسره شول.
له دې مخکې د پلټنې عملیاتو کې د ټایټان اوبتل ځينې پاتې شوني هم د بحر تل کې (۴۰۰۰ متره لاندې) د ټيټانیک له پاتې شونو سره په ۵۰۰ متره واټن کې لیدل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا د ټایټن اوبتل د بهرنۍ برخې پاتې شوني دي چې له لرې ځایه کنترولېدونکي اوبتل موندلي.
د ټایټن توریستي اوبتل کې بریتانوی میلیاردر همیش هارډینګ، پاکستانی سوداګر شهزاده داوود او د هغه زوی سلیمان چې د بریتا تابعیت یې درلود، ۷۷ کلن فرانسوي پاول هینري نیرګول او د اوشن ګیټ اجرائيوي مدیر او مالک ۶۱ کلن سټاکون راش ملګري وو.
په دغه اوبتل کې سپرو کسانو چې د ټیټانیک کښتۍ پاتې شونو لیدو ته روان وو، هر یوه ۲۵۰ زره ډالر فیس ورکړی و.
د یادونې ده، ټیټانیک د خپل وخت پرمختللې مسافروړونکې کښتۍ وه چې په ۱۹۱۲ کال کې له بریتانیا څخه متحده ایالتونو ته د سفر پر مهال د شمالي اتلانتیک سمندر کې د کنګل له یوې غټې ټوټې سره له ټکر وروسته ډوبه شوه او ۱۵۰۰ کسان پکې مړه شول.
د ټیټانیک کښتۍ ټوټې په ۱۹۸۵ کې د کاناډا له ساحله شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لرې د اوبو له سطحې ۴۰۰۰ متره لاندې د سمندر په تل کې وموندل شوې او د څېړونکو او سیلانیانو د پام وړ وګرځېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP