[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي چې د یونان په سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې له ۳۰۰ ډېر پاکستاني کډوال مړه شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته په وینا کې کړې دي.
هغه زیاته کړې، په یاده کښتۍ کې شاوخوا ۳۵۰ پاکستاني کډوال سپاره وو چې تر اوسه ۲۸۷۱ کورنیو له دوی سره اړیکه نیولې ده.
رانا ثناءالله ویلي، تر اوسه د ۸۲ کسانو مړي موندل شوي چې د پېژندګلوي هڅې یې روانې دي.
د نوموړي په وینا، په یاده کښتۍ کې د ۴۰۰ کسانو د ناستې ظرفیت و، خو په کښتۍ کې ۷۰۰ کسان کښینول شوي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له یادې پېښې ۱۰۴ کسان ژغورل شوي چې پکې ۱۲ پاکستانیان دي.
د راپورونو له مخې، دا کښتۍ تېره اونۍ له لیبیا څخه د یونان پر لور روانه شوې وه چې پکې شاوخوا ۷۰۰ کسان سپاره وو او د ډېر وزن له امله ډوبه شوه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP