مزارشریف (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف په ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د عصبي ناروغیو او پښتورګو درملنې څانګې پرانيستل شوې.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د بلخ ولایت د ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د عصبي ناروغیو ۵۰ بستریزه څانګه، د هیمودیاليزس څانګه او ورسره پایوازخونې رسماً پرانيستل شوې.
خبرپاڼه د بلخ عامې روغتیا رییس نجیبالله توانا له قوله لیکي چې یادې څانګې د روغتیا نړۍوال سازمان د ۵۵۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړې شوې دي.
توانا یادې څانګې د روغتیایي سکټور د تخصص لپاره مهمې ګڼي او زیاتوي چې له پرانیستې سره یې ۷۲ کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.
د هغه په خبره، هڅه یې کړې چې دغه څانګې په پرمختللو تشخیصيه اسانتیاوو لکه مایکروبیولوژیکي لابراتوار، انټي بیوګرام او پيسيار معایناتو، ډیجیټل اکسرې، الټراسونډ او ایکو سره سمبال کړي.
د دغو څانګو د پرانیستې پر مهال د بلخ والي محمدیوسف وفا د روغتیایي کارکوونکو هڅې ستایلې او عامې روغتیا ریاست ته یې سپارښتنه کړې چې خلکو ته دې له دې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
وفا دغه راز ټینګار کړی چې له کورنیو تولیدي درملو استفاده وکړي او بهر ته تللي ډاکټران دې بېرته هېواد ته راوغواړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP