کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): اروپايي ټولنې خبر ورکړی چې په افغانستان کې له ټولو ډېر زیانمنونکو سره د معیشتي او خوراکي توکو برخه کې د ملاتړ لپاره ۱۲ میلیون یورو مرسته کوي.
یادې ټولنې تېره ورځ ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه رقم پيسې یې د دې ټولنې شریکانو ته، لکه د اغاخان بنسټ، د ډنمارک کډوالو شورا او د افغانستان لپاره د کرنې پراختيا او پیاوړتیا ورکولو ټولنې ته له زيانمنو افغانانو سره د مرستې لپاره اختصاص کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه بودجه چې نن اعلان شوه، د نړۍ له تر ټولو په ستر بشري ناورین کې د افغانانو لپاره د اساسي اړتیاوو اصولي ملاتړ برابروي.
د یادې ټولنې په وینا، په دې مرستو کې د ډاډمنتیا لپاره د خوراکي توکو دوامداره تولید، عصري کرنه او انتعطافمنونکې زیربناوې، له ټولنې سره په تړاو کاري زمینې، د عاید او سپما فرصتونه او د بازار پر اساس د سوداګرۍ پراختیا شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن