میمنه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د فارياب د ترافيکو امریت د حادثاتو مدير احمدفهيم کوهي پژواک خبري اژانس ته وويل، یاده پېښه تېره ورځ مازدیګر د قيصار- المار پر لويه لار په ثور سيمه کې د يوه سراچه موټر او موټرسايکل د ټکر له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۶۰ کلن عبدالقدوس او ۵۷ کلن میرولي – چې پر موټرسایکل سپاره وو – ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، د گلمحمد په نوم د سراچه موټر چلوونکی نیول شوی دی.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن