کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۲): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړی اللهګل مجاهد د دغه کمېسيون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
دغه مطلب یاد کمېسیون نن (یکشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې څرګند کړی دی.
سرچینې د مجاهد له قوله لیکي، خپل وطن ته په راتګ د خوښۍ احساس کوي، پر هغو کسانو چې له هېواده وتلي غږ کوي چې د بښنې له فرمانه استفاده وکړي او خپل وطن ته راستانه شي.
نږدې يوه میاشت وړاندې (د غبرګولي ۸مه) په ایران کې د افغانستان سفارت ويلي و چې د دغه سفارت سرپرست د مخکینۍ ولسي جرګې له غړي اللهګل مجاهد سره لیدلي او هغه په دې لیدنه کې هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
مجاهد وړم کال (۱۴۰۰) له سیاسي تحول وروسته په کابل کې ونیول شو، خو بېرته ژر خوشی شو. هغه تر نیول کېدو وروسته په هماغه ورځ یوه ویډیویي کلیپ کې وویل چې «طالبان» یې وروڼه دي، دی د یوه ناسم پوهاوي له امله نیول شوی و، خو بېرته ژر خوشی شو.
له دې وروسته د اسلامي امارت د چارو ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، د وزیرانو شورا د استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارلې چې د اللهګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه په دقیق ډول وڅېړي او له نیوونکو سره یې قانوني چلند وکړي. مجاهد تر یادې پېښې څه موده وروسته ترکيې او له هغه ځايه ايران ته ولاړ.
د یادولو ده، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې د تېر حکومت په ولسي جرګه کې د کوچیانو وکیل حبیبالرحمان افغان هم له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستون شوی و.
Views: 153
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن