کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، ایسلنډ د روان زېږدیز کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴۰ میلیون ایسلنډي کرون مرسته اعلان کړه.
څلوېښت میلیون ایسلنډي کرون شاوخوا ۲۹۴ زره امریکایي ډالر کېږي.
اوچا نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له دې مرستې سره له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ایسلنډ مرسته ۱۳۵ میلیون کرون ته ورسېده.
د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۹مه، اوچا ویلي و چې نیدرلنډ د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
اوچا له دې مخکې ویلي و چې په روان ٢٠۲٣ زېږديز کال کې په افغانستان کې تر ٢٨ ميليون ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن