ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علي وزیر د پاکستان له زندانه خوشی شو

علي وزیر د پاکستان له زندانه خوشی شو

author avatar
26 Jun 2023 - 01:05
علي وزیر د پاکستان له زندانه خوشی شو
author avatar
26 Jun 2023 - 01:05

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د دوی د اعتراضونو په پایله کې د غورځنګ مرکزي غړی علي وزیر د پاکستان له زندانه خوشی شوی دی.

هغه د غبرګولي په ۴مه پر خپله فېسپوک‌پاڼه لیکلي: «پر شمالي وزیرستان او د تحریک پر ملګرو ویاړي.»

د نوموړي په وینا، په میرانشاه کې د دوی د اعتراض او پرلت، د اتمانزو جرګې، سیاسي اتحاد او پرېس کلب مشرانو پر مټ علي وزیر او زاهد میاخېل راخلاص شوي دي.

پښتین دغه راز ویلي، د جرګې په غوښتنه یې تر یوې اونۍ پورې په مشروط ډول د پرلت ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.

د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قومي اسمبلې غړی علي وزیر تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو نیولی و.

پر هغه تور و چې ګواکې د پاکستان د نظام ضد څرګندونې یې کړې دي.

علي وزیر له دوو کلونو زندان وروسته څه موده مخکې خوشی شوی و.

[/restrict]

Views: 207

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.