کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د استخباراتو عمومي ریاست وایي، ځواکونو یې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې یو کس -چې په کابل ښار کې تښتول شوی و- د انسانتښتوونکو له بنده خوشی کړی او د پیښې په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.
د استخباراتو عمومي ریاست نن (دوشنبه) د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره لیکلي چې یاد کس حاجي حسن نومېږي او درې ورځې مخکې له کابل ښار څخه تښتول شوی و.
سرچینې زیاته کړې چې د عملیاتو په ترڅ کې ټول انسانتښتوونکي نیول شوي او یو کس یې ټپي شوی هم دی.
یادو کسانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې له تښتولي کس څخه یې د آزادولو په بدل کې یو میلیون امریکایي ډالر غوښتي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د استخباراتو ځواکونو د روان کال د غبرګولي په ۲۹مه هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو ترکي انجنیر چې له کابل څخه تښتول شوی و، له انسانتښتوونکو خوشی کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP