ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي خپل ترکي سیال ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي خپل ترکي سیال ته ماتې ورکړه

author avatar
26 Jun 2023 - 11:21
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي خپل ترکي سیال ته ماتې ورکړه
author avatar
26 Jun 2023 - 11:21

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ازادو سیالیو (فري فایټ) افغان لوبغاړي شېرشاه مبارز خپل ترکي سيال ته ماتې ورکړه.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي شېرشاه مبارز پر خپلې فیسبوک‌پاڼې د لوبې یوه ویډیو خپره کړې چې په کې خپل ترکي سیال ته ماتې ورکوي.

دغه سیالي تېره شپه د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شوه.

همدارنګه د ازادو سیالیو بل لوبغاړي بازمحمد مبارز هم په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي، تېره شپه شیرشاه مبارز خپل ترکي سیال د دغه هېواد په انتالیا ښار کې د سلګونه ترکي نندارچیانو پر وړاندې په لومړي رونډ کې ناک‌اوټ کړ او ماتې یې ورکړه.

د یادونې ده، د روان کال د تېرې غویي میاشتې په نهمه هم د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي په یوه سیالۍ کې خپل ازبکستاني سيال ته ماتې ورکړې وه.

Views: 232

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.