Language

فاریاب کې یو نجلۍ وژل شوې او یو بل کس ترافیکي پېښه کې مړ شوی

میمنه (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه نجلۍ د تره د زامنو له خوا د چاقو په وسیله وژل شوې او یو بل کس په ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت سرپرست داملا معاوض پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت قیصار ولسوالۍ د بلندغور سیمې اوسېدونکې شل کلنه کبرا پرون مازدیګر د تره د زامنو له خوا د چاقو په ګوزارونو وژل شوې ده.

هغه د دغه قتل انګېزه کورنۍ ستونزې وبللې او زیاته یې کړه چې دواړه قاتلین نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

د یو بل خبر له مخې، د فاریاب په شېرین تګاب ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو سړی مړ شوی دی.

د فاریاب د ترافیکو د حادثاتو مدیر احمدفهیم کوهي وویل، یو پاسو موټر چې له میمنې جوزجان ته پر لاره و، د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې یې یو ۶۷ کلن سړی چې له سړکه د تېرېدو په حال کې و، وهلی دی.

هغه زیاته کړه چې یاد کس ځای پر ځای مړ شوی او د موټر چلوونکی د امنیتي ارګانونو په توقیف کې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.