ترینکوټ (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې یو سړک چې له ۱۱ کلونو راهیسې لومړی د مخکني حکومت امنیتي ځواکونو له خوا بند او بیا خلکو غصب کړی و، پرون بېرته پرانیستل شو.
د چورې ولسوال مولوي حکمتالله مسافر پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه لاره چې د ولسوالۍ له مرکزه تر قلعۀراغ سیمې کابو ۸ کیلومتره ده، لومړی د تېر نظام له خوا تړل شوې وه، وروسته یو شمېر ځایي خلکو د لارې په اوږدو کې موانع او کورونه جوړ کړي وو او لار يې غصب کړې وه.»
هغه زیاته کړه، د دې لارې تړل کېدو له امله د سیمې سلګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ وې او د ولسوالۍ تر مرکزه به يې پلی تګ راتګ کاوه.
دی وايي چې په دې وروستیو کې د سیمې خلک دوی عارض شول او دوی یې هم د خلاصولو لپاره اقدام وکړ.
نوموړي وویل: «د ولسوالۍ له خوا د یادې لارې بیا ځلي پرانيستلو لپاره وسایل او نور امکانات په کار اچول شوي او عملاْ يې کار پيل شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک جوړولو لپاره یو شمېر ادارو د مرستې ژمنې ورسره کړې دي.
د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې له څه باندې یوې لسیزې وروسته يې د ولسوالۍ له مرکز سره لار بېرته پرانیستل کېږي.
د قلعۀراغ سیمې اوسېدونکي سعدالله وویل، ۱۱ کاله پخوا د دوی د سیمې او ولسوالۍ د مرکز ترمنځ لاره د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې وه او ځينې برخې يې خلکو غصب کړې وې.
هغه زیاته کړه، د دې لارې بندوالي له امله به د ولسوالۍ تر مرکزه د ناروغانو د انتقال پر مهال خلک له سختو ستونزو سره مخ کېدل.
نوموړی د یادې لارې پر بېرته خلاصېدو خوښ دی خو وايي چې حکومت دې دا لار په پاخه او اساسي ډول جوړه کړي.
د سیمې یو بل اوسېدونکی محمدنسیم وايي، له کلونو راهیسې د دې سیمې اوسېدونکو د ولسوالۍ مرکز ته لاره نه لرله.
هغه زیاته کړه: «په تېرو ۱۱ کلونو کې به چې کله خلکو ته ناروغ پيدا شو نو د ولسوالۍ تر مرکزه به يې په فرعي او سختو لارو تر روغتونه رساوه او شاوخوا درې ساعته پلی مزل به يې کاوه.»
د یادونې ده، په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې د نورو برخو ترڅنګ په ډېرو سیمو کې لارې او سړکونه هم تخریب شوي او د بېلابېلو سیمو خلک له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.