کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ١٤٠٢): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال وايي، بهرنيان غواړي افغانستان له اقتصادي پلوه کمزورى وښيي او افغانان هڅوي څو خپل هېواد پرېږدي.
دغه څرګندونې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند نن په ارګ کې د لوى اختر له لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وکړې.
هغه وويل: «بهرنیان اوس هم افغانان په ارام نه پرېږدي؛ داسې ګنګوسې خپروي چې ګواکې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې دي او خلک هڅوي چې هېواد پرېږدي. اقتصادي ستونزې د تېر ۲۰ کلن اشغال او په هېواد کې د دوامدارې وچکالۍ پایله ده خو اسلامي امارت هڅه کوي څو شته اقتصادي ستونزې حل کړي او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد اقتصاد مخ پر بهبود روان دی.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او شته اقتصادي ستونزو د له منځه وړو لپاره په مختلفو برخو کې کارونه پیل کړي چې یو یې هم د لویو لارو بيارغونه ده.
هغه د بېلګې په توګه وويل چې له اختر وروسته به د سالنګ لویې لارې د بيارغولو چارې پيل او ډېرو هېوادوالو ته به کې د کار کولو زمينه هم برابره شي.
ملا برادر زياته کړه چې شتمن هېوادوال دې په اختر او ورته نورو ورځو کې د خپلو بېوزلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي څو ټول هېوادوال دا نېکمرغه ورځې په خوښۍ سره تېرې کړي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن