کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د باميان امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د باميان د امنيه قوماندانۍ وياند محمدخوانی رسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن (د چنګاښ ٨مه) سهار شاوخوا نهه بجې د باميان ښار – بند امیر پر سړک رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، يو کرولا ډوله موټر چې د بند امیر پر لور روان و، له سړکه ووت او چپه شو.
د سرچينې په وينا، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
هغه څرګنده کړه چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP