Language

د سعودي عربستان په جده ښار کې د امریکا پر قونسلګرۍ وسله‌وال برید شوی

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د خپرو شویو راپورونو له مخې، د سعودي عربستان په جده ښار کې د امریکا پر قونسلګرۍ د یوه وسله‌وال له خوا برید شوی چې په پایله کې یې د قونسلګرۍ یو ساتونکی او بریدګر وژل شوی دی.

د «سي‌بي‌اېس» خبري سایټ د راپور له مخې دغه پېښه پرون مازدیګر رامنځته شوې ده.

د دغه خبر له مخې د سعودي عربستان او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو هم تایید کړې چې په دې پېښه کې ددغې قونسلګرۍ یو نیپالی ساتونکی وژل شوی او د متقابلو ډزو په پایلو کې بریدګر هم وژل شوی دی.

د راپور له مخې، قونسلګرۍ پر وخت تړل شوې او په دغه برید کې هیڅ یوه امریکايي ته زیان نه دی اوښتی.