غزني ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): په غزني کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.
دوى د اسلامي امارت له مشرانو څخه غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د هلکانو په څېر د نجونو ښوونځي هم پيل کړي.
سرپرست حکومت د ١٤٠١ کال د وري مياشتې په لومړيو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او هماغه مهال د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې دغه بنديز لنډمهالى دى او په دې برخه کې پر يوې طرحې کار روان دى.
خو په غزني کې يو شمېر نجونې وايي چې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه پيل شوي چې دغې کړنې سخت ناهيلې کړې دي.
د دغو نجونو له ډلې یوې زدهکوونکې بيبي حوري پژواک ته وویل، په لومړیو کې یې یو څه هیلې درلودې، خو اوس چې حکومت پر کورسونو او د نړۍوالو مرستندیه موسسو پر سیمهیېزو ټولګیو هم بنديزونه لګولي، نو ډېره ناهیلې شوې ده.
هغه زیاتوي چې د ناهیلۍ ترڅنګ ورته ځینې ستونزې هم پیدا شوې لکه وېره، وهم ، سوچونه، فکرونه او راتلونکي ته اندېښنې هغه څه دي چې ور سره مخ ده.
نوموړې له اوښکو پر ډکو سترګو وویل: «پر ښځو د تعلیم بندیزونه او د دغو بندیزونو ورځ په ورځ سختېدل، نوي نوي فرمانونه را ایستل زموږ لپاره ځورونکي دي.»
له شپږم ټولګي پورته دغه زدهکوونکې وایي، په تېر کې چې اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت د ښځينهوو پر تعلیم بندیز لګولی و، دوی څه نا څه هیلې درلودې چې ښايي د کومي سیاسي موضوع په موخه یي د لنډ مهال لپاره ښوونځي تړلي وي او بېرته به پرانیستل شي، خو اوس چې بندیزونه ورځ په ورځ سختېږي نو دوی ورسره ډېرې ناهیلې کېږي.
صفیه یوه بله زدهکوونکې ده چې په ژړغوني غږ یې پژواک ته وویل، له کوم وخت چې له زدهکړو محرومه او پر کور کینول شوې، رواني ستونزې ورته پیدا شوې، وضعیت یې ګډوډ شوی او نه پوهيږي چې څه وکړي.
هغي زیاته کړه: «زما په ګډون ډېرې نورې نجونې او ښځې هم له رواني ستونزو سره مخ دي او ټولې ښځې ډېر زیات خفه دي.»
دنوموړې په وینا، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې ښځې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي او د دوی دغه حالت د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
دوی د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې لا هم وخت شته څو پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او ښځو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
په ورته وخت کې، روانپوهان وایي چې له کار، تعلیم، کورني ژوند او نورو فزیکي فعالیتونو څخه بېبرخې کېدل، انسان له رواني ناروغیو سره مخ کوي.
یوه استاد او روانپوه مصطفی صفا پژواک ته وویل، ترڅو چې د ښځو تعلیم، کار او د ژوند نورو ستونزو ته حللاره ونه موندل شي، ښایي ستونزې یې ډېرې شي.
د نوموړي په خبره: «د رواني ستونزو د حل لپاره اسانه لاره دا ده چې د ښځو پر وړاندې شته خنډونه له منځه لاړ شي، ترڅو ورسره دغه ستونزې هم هوارې شي.»
که څه هم ومو غوښتل د ښځو د زدهکړو او وروستیو بندیزونو په اړه د سیمهېیزو مسوولینو نظرونه هم له ځان سره ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو.
یاده دې وي چې په هېواد کې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز نه یوازې غزني مېشتې ښځې ناهیلې کړې، بلکې د هېواد په ډېرو سیمو کې ډېرې ښځې له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
Visits: 168
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن