Language

کندهار کې یوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه څوارلس کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ مرستیال مولوي عباس اخند پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه د ارغنداب په سیدانو کلاچه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، یاد هلک پرون ورک شوی و او نن سهار شاوخوا اووه بجې په یوه باغ کې په ونې پورې ځوړند موندل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د دغه هلک پلار وایي، له هیچا سره یې دښمني نه درلوده، خو زوی یې اکثره وخت غمجن و، خو دوی ته درک نه معلومېدی چې ولې؟ خو اخر دا و چې ځان‌وژنه یې وکړه.»

د یادونې ده، ځان‌وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هیڅکله باید هیڅوک د ژوند د کړاوونو له امله دې چارې ته مخه نه کړي، بلکې پر ځای باید د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.