ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرانسه کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام؛ سلګونه ودانۍ او موټر سوځول شوي

فرانسه کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام؛ سلګونه ودانۍ او موټر سوځول شوي

author avatar
1 Jul 2023 - 06:05
فرانسه کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام؛ سلګونه ودانۍ او موټر سوځول شوي
author avatar
1 Jul 2023 - 06:05

[restrict paid=”true”]

اټلانتا (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): په فرانسه کې د پولیسو له خوا د یوه تنکي ځوان تر وژلو وروسته لاریون‌کوونکو لسګونه موټر او دوکانونه سوځولي دي؛ بلخوا د لاریون د کنټرول لپاره ۴۵ زره پولیس ځاي پر ځای شوي دي.

د راپورنو له مخې، د تېرې سه‌شنبې په ورځ د فرانسې پولیسو د پلازمېنې پاریس لویدیځ ته‌ په نانتر سیمه کې د ناهیل په نوم یو ۱۷ کلن موټرچلوونکی د پولیسو د تلاشۍ په یوې پوستې کې تر تم‌کېدو وروسته په ډزو وواژه.‌ ‌د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه تنکي ځوان د بس موټرو په لین کې په ډېر چټک سرعت سره روان و او همداراز د پولیسو د تم‌کېدو لارښوونې ته یې هم پام نه و کړی.

تر یادې پېښې وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي او د فرانسې نورو ولایتونو ته هم اعتراضونه غځېدلي دي.

په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جمعې په ورځ د کابینې بېړنۍ غونډه په داسې حال کې جوړه کړه چې په دغه هېواد کې د درېیمې شپې لپاره مظاهرې او ناکرارۍ دوام لري. مظاهره‌چیانو ګڼ شمېر هټۍ لوټ کړې، ګاډي یې وسوځول او پولیسو سلګونه لاریون‌کوونکي ونیول.

بلخوا ملګرو ملتونو د فرانسې د پولیسو په لیکو کې د توکم‌پالنې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې، روینا شمداساني په جینوا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ د سه‌شنبې په ورځ په فرانسه کې د پولیسو له خوا د یوه ۱۷ کلن شمالي افریقايي ځوان د وژلو له امله اندېښمن یو.»

نوموړې زیاته کړه: «موږ هم د سوله‌ييزې مظاهرې پر اهميت ټينګار کوو، خو پر چارواکو غږ کوو چې په مظاهرو کې د تاوتریخوالي عناصرو پر وړاندې د پولیسو له خوا د ځواک کارول د قانون د اصولو، اړتیا، تناسب، له توکم‌پالنې پرته، د پاملرنې او ځواب ورکولو پر بنسټ وي.»

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هېواد پولیسو د تېرې شپې په لاریونونو کې ۸۷۵ کسان نیولي چې نیمایي یې د پاریس په سیمه کې دي.

د جمعې په ورځ د کابینې د بېړنۍ غونډې په پیل کې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې په ټولیزه توګه د لاریون‌والو له خوا ۴۹۲ ودانۍ ویجاړې شوې او ۲۰۰۰ موټرونه سوځول شوي دي.

په ورته مهال، داسې راپورونه هم شته چې ښايي د وضیعت کنټرول کولو لپاره په فرانسې کې بېړنی حالت اعلان شي.‌

[/restrict]

Views: 571

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.