Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د پټرول تېلو بیه لوړه شوې

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): نن په کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په پرتله د پټرول تېلو بیه لوړه شوې خو د ډیزل تېلو بیه بیا لوېدلې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لیتر پټرول بیه له ۶۲ څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په نړۍواله کچه د پټرول تېلو بیې لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې هم بیه لوړه شوې ده.

خو نوموړی وایي چې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د یو لیټر ډیزل تېلو بیه له ۶۴ څخه ۶۳ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په نړۍوال بازارونو کې هم د ډیزل تېلو بیه لوېدلې ده.

د اوبلن ګازو په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۵۶ افغانۍ ده.

د لومړنیو خوراکي توکو بیو کې هم بدلون نه دی راغلی.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن هم د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۵۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۴۴۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه ۳۴۵۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌ حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په دریېمه نېټه د یوه ډالر د پېر ارزښت ۸۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.