کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېيو یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه بنګلهدېش ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې جولای میاشتې په پنځمه، اتمه او یوولسمه نېټو له بنګلهدېش سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
دغه لوبې د بنګلهدېش په کوربهتوب ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش پر وړاندې د درېيو نړۍوالو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ په موخه ياد هېواد ته رسېدلې ده.
دغه راز افغان کرکټ بورډ له بنګلهدېش سره د لوبو ترسره کولو لپاره د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۸مه ۱۹ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې له شاوخوا ۱۲ ورځو راهیسې په عربي متحده اماراتو کې په تمریناتو بوخته وه چې تېره ورځ له هغه ځایه بنګلهدېش ته ولاړه.
د یادونې ده، افغان لوبډله له بنګلهدېش سره له یو ورځنیو لوبو وروسته د همدې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه دوه شل اووریزې سیالۍ هم ورسره کوي.
Views: 164
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن