لښکرګاه (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې د انسانتښتونې په تور اووه کسان نیول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادو انسانتښتوونکو د نعمتالله په نوم یو کس د دغه ولایت له باباجي ولسوالۍ تښتولی و او پرون ونیول شول.
هغه زیاته کړه چې انسانتښتوونکو د تښتولي کس له خپلوانو د پيسو غوښتنه کړې وه چې بالاخره د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
ریاض وايي چې تښتول شوی کس هم د تښتوونکو له بنده ازاد شو او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
هغه وویل چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
Views: 282
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن