ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال‌ختیځو ولایتونو اوسېدونکي: د ورسج ـ پنجشېر سړک پاتې چارې دې بشپړې شي

د شمال‌ختیځو ولایتونو اوسېدونکي: د ورسج ـ پنجشېر سړک پاتې چارې دې بشپړې شي

author avatar
4 Jul 2023 - 17:57
د شمال‌ختیځو ولایتونو اوسېدونکي: د ورسج ـ پنجشېر سړک پاتې چارې دې بشپړې شي
author avatar
4 Jul 2023 - 17:57

تالقان (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د هېواد شمال‌ختیځو ولایتونو ځينو اوسېدونکو د ورسج – پنجشېر سړک چارو پر درېدو اندېښنه ښيي او وایي، که څه هم د دې پروژې ۹۰ سلنه کارونه شوي، خو له دوو کلونو راهیسې یې چارې په ټپه ولاړې دي.

د خلکو په خبره، د سالنګ پر لار په ځلونو خلک قرباني شوي او له پنجشېر سره د دغه سړک په نښلېدو سره د دې ترڅنګ چې تر کابله لاره لنډېږي، ورسره به دغو ولایتونو ته د سیلانیانو ورتګ هم ډېر شي.

د تخار د ورسج ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید نورالحق پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه سړک کار د تېر حکومت پر مهال پیل شوی و او ټاکل شوې وه په بشپړېدو سره به یې ورسج ولسوالۍ د تخار زرد کوتل له لارې د پنجشېر له خاواک کوتل او له هغه ځایه له کابل سره و نښلول شي چې په دې سره به د شمال‌ختیځو ولایتونو خلک په اسانۍ وکولای شي د هېواد مرکز ته تګ راتګ وکړي.

خو نوموړی زیاتوي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي د یادې پروژې کارونه درېدلي او خلک یې په اړه اندېښمن دي.

د بدخشان یوه اوسېدونکي شجاع فرهنګ پژواک ته وویل: «په تمه وو چې له پنجشېر سره د دغه سړک په نښلېدو سره به د دې ترڅنګ چې د هېواد مرکز ته به له کومې اندېښنې پرته رسېدو او د سالنک لویې لارې له ستونزو به هم خلاص وو، خو دوه کاله کېږي چې کار یې درول شوی دی.»

د هغه په خبره، د دې لارې جوړېدو کار بشپړېدل د دې لامل کېږي چې خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره ژر کابل و لېږدوي.

هغه له اوسني حکومته غواړي چې د یاد سړک جوړولو کار دې بېرته پیل شي.

فرهنګ زیاتوي چې د دغه سړک شاوخوا یو کیلومتر پاتې دی چې په بشپړېدو سره به یې خلک له ډېرو ستونزو خلاص شي.

له بلې خوا، د کندوز یو اوسېدونکی اسلام‌الدین صاحب‌زاده چې تخار ته د تفریح لپاره راغلی وایي، د ورسج – پنجشېر لارې په بشپړېدو سره به دغه ولایت ته د سیاحت په موخه ډېر بهرني او کورني ګرځندویان راجلب شي؛ ځکه له یوې خوا شمال‌ختیځو ولایتونو ته د کابل لاره لنډېږي او له بلې خوا به خلک د دغو ولایتونو ښکلې او سیاحتي سیمې وویني.

په ورته وخت کې د چارو پوهان هم له پنجشېر سره د دغه سړک نښلول یو حیاتي او مهم کار بولي او د چارو پر پیل یې ټینګار کوي.

تخار کې د چارو یو پوه نصرت‌الله ابراهیمي وایي، له پنجشېر سره د یاد سړک وصلېدل د دې ترڅنګ چې تر کابله شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لاره لنډوي، پر دغه مسیر د تفریحي ځایونو جوړېدو لپاره د پانګوالو لېوالتیا هم ډېرېږي.

نوموړي زیاته کړه: «ګرځندویان چې د سالنګ لارې د اوږدوالي او سختوالي له امله شمال‌ختیځو ولایتونو ته سفر نه کوي، د یادې لارې په جوړېدو سره به ډېر خلک د دغو ولایتونو طبیعي او ښکلو سیمو لیدو ته راشي چې په دې سره به د دولت عاید ډېر او خلکو ته به اسانتیا هم برابره شي.»

په همدې حال، د تخار د فواید عامې رییس مولوي امیرخان حذیفه وایي، په تېر حکومت کې د ورسج – پنجشېر سړک جوړولو چارې چې له تالقان څخه تر خاواک ولسوالۍ پورې ۱۶۵ کیلومتر اوږدوالی لري او ۱۴ یا ۱۵ کیلومتره برخه یې باید جوړ شوی وای، څو دغه مسیر له پنجشېر سره ونښلول شي، پیل شوې وې.

د هغه په خبره، یوازې اته کیلومتره واټن پاتې دی چې دا سړک د پنجشېر له خاواک ولسوالۍ سره وصل شي.

هغه زیاته کړه، ډېر ژر به د دغه سړک کارونه بېرته پیل شي او دا لاره د شمال‌ختیځو ولایتونو خلکو لپاره د سالنګ بدیلې لارې په توګه وزارت ته هم وړاندیز شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویه لار د شمال‌ختیځو ولایتونو خلکو ته یوه له ستونزو ډکه لار ده خو د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادو ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې کمې شي.

د یادونې ده، د یاد سړک جوړولو قرارداد د تېر حکومت پر مهال د ۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت شوی و.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.