[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې بنګلهدېش ته د ۱۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د یادې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
بنګلهدېش لومړۍ توپوهنه پیل کړه چې د لوبې په جریان کې دوه ځلې باران وشو او د لوبې لوبڅارانو دا لوبه ۴۳ اورونو ته راټیټه کړه.
دغه راز بنګلهدېش په ټاکل شوو ۴۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې خو د کرکټ د باران یا (ډياېلاېس) سیستم له مخې د افغانستان لپاره د ۱۶۴ منډو هدف وټاکل شو.
په توپاچونه کې د افغانستان له لوري فضلالحق فاروقي ۳، راشد خان او مجیبالرحمن دوه دوه، محمدنبی او عظمتالله عمرزي بیا د بنګلهدېش یو – یو لوبغاړي و سوځول.
کله چې افغانستان توپوهنه پیل کړه او په ۲۲ اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۸۳ منډې جوړې کړې یو ځل بیا باران پیل شو او بیا ونه درېد.
د دې لوبې لوبڅارانو او مسوولینو د کرکټ د باران قانون له مخې پرېکړه وکړه چې افغانستان دا لوبه د ۱۷ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۴۱ منډې او رحمانالله ګربز بیا ۲۲ منډې وکړې.
فضلالحق فاروقي چې درې لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د یادونې ده، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.
[/restrict]
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن