[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د هند په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې غونډې په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.
د هند په کوربهتوب د دغه سازمان ۲۳مه سرمشریزه غونډه د چنګاښ په ۱۳مه په انلاین بڼه ترسره شوه.
غونډې ته د کوربه هېواد هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپله پرانېستونکې وینا وویل، د افغانستان خاوره باید د نورو پر ضد ونه کارول شي.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو پر امنیت اغېز کړی؛ د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای هکاریو سازمان له غړو سره مشترکې دي، د افغانستان د خلکو د ښېرازۍ لپاره باید ګډ کار وکړو.»
هغه له افغانانو سره بشري مرستې، په افغانستان کې د ټولګډون حکومت جوړېدل، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر ضد مبارزه او ټولو ته د مساوي حقوقو ورکول د ګډونوالو ګډ لومړیتوبونه وبلل.
د شانګهای سازمان سرمشریزې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د سازمان غړي هېوادونه پر دې باور دي چې د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه کې د امنیت او ثبات ساتنې او پیاوړتیا یو له مهمو فکټورونو څخه په افغانستان کې د وضعیت ژر حل کېدل ګڼي او دوی د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، ډیموکراتیک او سولهییز دولت په توګه له ترهګرۍ، جګړې او نشهیي توکو د پاک افغانستان جوړولو پلوي کوي.
د دغه سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت ټېنګار کړی چې د ټولو لږکیو، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شامل وي.
په اعلامیه کې غړو هېوادونو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د اوږدمهالې مېلمهپالنې او ورسره د اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ د افغان کډوالو د باعزته او خوندي ستنېدو لپاره د نړۍوالې ټولنې فعالې هڅې مهمې وبللې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP