ترینکوټ(پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د اروزګان د مرکز ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ځینو سیمو کې خلک د ترینکوټ له سینده د واټرپمپونو په وسیله په غیرقانوني ډول اوبه باسي چې باید مخه یې ونیول شي.
یادو کسانو چې نن د اروزګان ولایت مقام ته د اعتراض په توګه راغلي وو، له چارواکو وغوښتل چې له سینده دې په غیرقانوني توګه د اوبو ایستلو مخنیوی وشي.
د اعتراضکوونکو په استازيتوب معلم عبدالرازق وویل: «له ترینکوټ ښار ختیځ لور ته د نچین، مهراباد، مسعود او اغاجان سیمو خلک له سینده د واټرپمپونو په وسیله خپلو ځمکو ته اوبه راباسي.»
هغه زیاته کړه، د معلوماتو له مخې، له ۵۰۰ ډېر واټرپمپونه په سیند کې پراته دي او دغه کار د دې لامل شوی چې د سیند په اوږدو کې د نورو خلکو کښتونه د وچېدو له خطر سره مخ شي.
ولایتي چارواکو له اعتراض کوونکو سره ژمنه کړې چې دغې ستونزې به یې رسېدنه کوي.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان وویل: «هغه کسان چې له سیند څخه دښتي ځمکو ته د واټرپمپونو په مرسته اوبه پورته کوي، غیرقانوني کړنه ترسره کوي او مخه به يې ونیول شي.»
والي د سیندیزي فرعي حوزې رییس ملا عبدالوکیل نقي ته سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې ژر تر ژره لاس پکار شي او د هغو کسانو مخنیوی وکړي چې غیرقانوني اوبه وباسي.
والي وویل: «په سیند کې روانې اوبه ستاسو حق دی او هيچا ته به د دې اجازه ورنه کړل شي چې د خلکو پر حق تېری وکړي.»
د یادونې ده، له نږدې شلو کلونو راهیسې د هېواد په ډېری سیمو کې د اوبو سطحه ټیټه شوې او خلک له وچکالۍ شکایت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP