Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر خلک په مزارشریف ښار کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي

مزارشریف (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وایي، د لاسي پلورونکو له لوري د توکو د پلور لپاره لوډسپېکرونه لګول شوي چې ډېره غږيزه ککړتیا يې رامنځته کړې ده.

دوى له ځايي مسوولینو غواړي چې له لاسي پلورونکو دې لوډسپېکرونه ټول او د وسایطو د بې‌ځایه هارنونو مخنیوی دې وکړي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی محمدشفیع وایي، ښار کې غږیزه ککړتیا ډېره شوې، لاسي پلورونکي له سهاره تر ماښامه پر خپلو کراچیو لوډسپېکرونه لګولي چې غږونو يې خلک ناارامه کړي دي.

هغه زیاتوي، پر دې سربېره یو شمېر موټر هم په سړکونو کې د کراچيو او نورې ګڼې‎ګوڼې له امله هارنونه کوي چې خلک له مشکل سره مخ کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.