[restrict paid=”true”]
مزارشریف (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار پنځمې امنیتي حوزې سیمه کې یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیر وایي: «موږ ته د را رسېدلو معلوماتو له مخې، یوه ښځه چې هویت یې معلوم نه دی، د نامعلومو کسانو له لوري د چاقو په وسیله او په ظالمانه ډول وژل شوې ده.»
وزیري زیاتوي، له یادې ښځې دواړه پښې، لاسونه او غاړه پرې شوي او جسد یې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ابو طالب ښارګوټي په یوه کنډواله کې موندل شوی دی.
د وزیري په وینا، د دې ښځې جسد د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون ته لېږدول شوی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
[/restrict]
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن