مهترلام (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو رغنیزو پروژو کارونه پیل شول.
د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال د یاد مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، نن يې د بادپښ ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سيمو کې د څلورو پروژو چارې د (پروژه یي خدماتو لپاره د ملګرو ملتونو دUNOPS ) دفتر په مالي ملاتړ عملاً پيل کړې.
د ده په خبره، په يادو پروژو کې د ۳۰ کيلومترو په اوږدوالي د نويو سړکونو جوړول، د ۴۰ کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک ترميم، د ۲۵ کيلومترو په اوږدوالي د کانالونو پاک کاري او د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي د استنادي او محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به یې د رغولو چارې بشپړې شي.
په ورته مهال د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي د دولت له دې اقدامه خوښ دي چې د یادې ولسوالۍ په ۳۰ کلیوالي شوراګانو کې د یادو پروژو عملي چارې پیل کړې.
د بادپښ ولسوالۍ اړوند د کوزې کلا قومي مشر ملک شیراغا پژواک اژانس ته وویل چې د ولسوالۍ په کچه د نویو سړکونو تېرول، د پخوانيو تخریب شوو سړکونو ترمیم او د محافظوي دېوالونو د جوړولو ترڅنګ د کانالونو د پاکولو کارونه پیل شوي، چې هممهاله ورسره زرګونو بېروزګازو ځوانانو ته کاري فرصت برابر شوی دی.
د ګړوچ سیمې اوسېدونکي عبدالله احمدي پژواک ته وویلل، پخوا به د یادې ولسوالۍ ډېری ځوانان ګاونډیو هېوادنو ته د کار لپاره تلل، خو د خوښۍ خبره ده چې اوس په خپل کلي کې یادو ځوانانو ته کاري چاپېریال برابر شوی دی.
نوموړي له دولته وغوښتل چې په راتلونکي کې دې، دې ته ورته نورې پروژې هم د دوی لپاره منظورې کړي، ترڅو يې شته ستونزې راکمې شي.