[restrict paid="true"]
میدانښار ( پژواک، ۱۷، چنګاښ، ۱۴۰۲) ځایي مسوولین وایي چې په میدان وردګو ولایت کې د ترافیکی پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر تیره شپه ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ تر غرمې وروسته د جلرطز ولسوالۍ اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې رامنځت۹ه ش?ې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په یاده سیمه کې د سپرلیو دوه موټر سره ټکر کړی چې له امله یې دوه تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
امنیه قوماندانۍ ویلي چې د پېښې ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته ور وړل شوي خو د یو شمېر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې پېښې د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د روان لمریز کال له پیل رهیسې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ترافیکی پېښو له امله نږدې درې زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP