کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې ویلې چې ښځې باید د افغانستان د راتلونکې برخه وي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې سیما باهوس پرون په یوه ټویټ کې په افغانستان د ښځو پر فعال حضور ټینګار کړی او ویلي یې دي، «ښځې باید د افغانستان د راتلونکي برخه وي.»
باهوس د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو ته په اشاره لیکلي، دا پرېکړه به «په افغانستان کې د ښځو حقونو ته یوه بله ضربه» وي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اونۍ د امر بالمعروف وزارت د یوه حکم په ترڅ کې د ښځینه سینګارتونونو پر فعالیت بندیز ولګېد.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت تېره اونۍ په ټول افغانستان کې «تر یوې میاشتې» د ټولو ښځینه سینګارتونونو د تړل کېدو حکم صادر کړ.
د ياد وزارت ویاند محمدصادق عاکف د سینګارتونونو فعالیت بندولو لاملونه په یوه ویډیویي کليپ کې څرګند کړي او د یادو سالونونو فعالیت یې د «اسلامي شریعت خلاف» بللی دی.
هغه د یادې پرېکړې لاملونو (د ناوې له سینګاره ډېرې پيسې اخیستل، د مصنوعی ویښتانو کارونه او د وریځو ایستل) په ګوته کړي دي.
نوموړي وویل چې د وروځو ایستل او د یو کس ویښتان بل کس ته کېښودل د اسلامي شریعت خلاف اعمال دي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن