[restrict paid=”true”]
جلالاباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): په ختیځو ولایتونو کې په داسې حال کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو چې په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې قضیې ثبت شوې دي.
د ننګرهار ولايت مقام له خوا د چنګاښ په ۱۷مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ولایت په ګډون په ختيځ زون کې د دغه کمپاین پر مهال به په ننګرهار ولايت کې ۸۳۵ زره او ۶۷۹ له پنځو کلونو کم ماشومان واکسين شي.
سرچینې زیاته کړې، د ياد کمپاين د پرانیستې مراسمو کې د کتلوي معافيت عمومي مسوول ډاکـټر حکم خان ګلابزي له والدينو، مخورو او علماء کرامو وغوښتل چې له رضاکارانو سره بشپړه همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه، سږ کال په ننګرهار کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې چې د دې کمپاينونو په ترڅ کې به د نورو مثبتو پېښو مخنيوی وشي.
نورو سرچینو ویلي، په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم به د دغه کمپاین پر مهال شاوخوا څلور سوه زره ماشومان واکسین شي.
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ننګرهار په بهسودو، بټيکوټ، کوټ، نازیانو او دُربابا ولسوالیو کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
[/restrict]
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن